طالبان: تاجکستان سره مو اړیکې د پراختیا په حال کې دي

12 عقرب 1403 ساعت 8:16

د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، تاجکستان سره د سرپرست حکومت سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او د دواړو لورو د استازو ترمنځ لیدنې هم زیاتې شوې دي.


د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، تاجکستان سره د سرپرست حکومت سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او د دواړو لورو د استازو ترمنځ لیدنې هم زیاتې شوې دي.

نوموړي د خصوصي پوهنتونونو له ځینو مسوولینو سره په لیدنه کې دغه راز وایي، حکومت د پوهې او زده کړو ملاتړی دی او دیني او عصري علومو ته ارزښت ورکوي.

هغه ټینګار کوي، چې د هېواد ساتنه او له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د ټولو افغانانو مسوولیت دی او دې مسوولیت ته د ترسره کولو لپاره باید په هېواد کې ځوانان د ننني عصر زده کړې وکړي.

مولوي کبیر د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وایي، سره له دې چې سرپرست حکومت له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي ستونزې لري، خو له هغوی سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان ټول سوداګریز بندرونه پرانیستي دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 177166

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177166/

جمهور
  https://www.jomhornews.com