د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستاني پولیسو موټر تر څېرمه چاودنه کې د پنځه ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.
اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې، په دغه چاودنه کې د پولیسو هغه موټر په نښه شوی و، چې د پولیو د واکسین د کارکونکو د امنیت لپاره یې ساتونکي لېږدول.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.
جمهورخبري آژآنس