د طالبانو پوهنې وزازت مرستیال عبدالخالق صادق په کابل کې په یوه پروګرام کې ویلي چې، دغه وزارت خلکو ته د کیفیت لرونکو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
ښاغلي صادق «د کابل ښار د ښوونځیو د ساینس ستوري د سیالیو ګټونکو» تر عنوان لاندې پروګرام زیاته کړې چې، اسلامي امارت د مخالفو کړیو د تبلیغاتو پر خلاف، عصري زدهکړو ته ځانګړې پاملرنه لري.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال همدارنګه وايي:«ځينې چې، د امارت دښمن دي، د افغانستان او نظام دښمن دي، وايي چې، اسلامي امارت عصري زدهکړو ته پاملرنه نهکوي، موږ په همدغې اوونۍ کې موږ د ښار په معارف کې د دوو سترو غونډو شاهد و؛ خو په مدرسو کې نهیو.»
د کابل ښار د پوهنې رییس عبدالباسط حقاني هم وايي:«زموږ زدهکوونکي نظري زدهکړې کوي، باید عملي زدهکړې هم وکړي او دا زموږ موخه هم ده چې، خپلو زدهکوونکو ته د نظري درسونو ترڅنګ، د عملي درسونو زمینه هم برابره کړو.»
مسوولان د دغه ډول پروګرامونو له جوړولو موخه د زدهکوونکو د ظرفیت لوړول ګڼي او وایي چې، په دغو سیالیو کې د ۵۰ دولتي او خصوصي ښوونځیو زدهکوونکو خپلې ۱۰۰ ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې کړې او په پای کې یې جایزې او ستاینلیکونه ترلاسه کړل.
جمهورخبري آژآنس