د خوست په ملکي روغتون کې د (ای سي یو) څانګې ودانۍ جوړېږي

10 عقرب 1403 ساعت 9:36

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د خوست ولایت په ملکي تخصصي روغتون کې د نږدې ۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت د( ای سي یو ) څانګې د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.


د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د خوست ولایت په ملکي تخصصي روغتون کې د نږدې ۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت د( ای سي یو ) څانګې د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د عرضې خدماتو معین د یادې ودانۍ د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ د ۶۰.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې د افغانستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د کوچنیو کلینیکونو د جوړولو لپاره شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پیل شي.

په ورته وخت کې د خوست د حوزوي روغتون ډاکټران د یادې ودانۍ جوړېدل یوه مهمه اړتیا ګڼي او غوښتنه کوي چې دغه روغتون سره د طبي وسایلو او درملو د مرستو په برخه کې دې هم پاملرنه زیاته شي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 177134

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177134/

جمهور
  https://www.jomhornews.com