قطر او ملګرو ملتونو د دوحې د څلورمې غونډې پر څرنګوالي خبرې کړې

10 عقرب 1403 ساعت 9:34

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني، په سیاسي چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري دیکارلو سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې څلورمې غونډې د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

دا کتنه د ملګرو ملتونو په دفتر کې شوې او دواړو خواوو د دوحې درېیمې ناستې د پاېلو په اړه هم چې څه موده مخکې جوړه شوې وه، خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبره، د دوحې درېیمې ناستې پاېلې به پر څلورمې غونډې هم اغېز وکړي.

د دوحې څلورمې جوړېدونکې غونډې د نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د يادونې ده چې د روان لمريز کال په سرطان مياشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.

جمهورخبري آژآنس
 
د مطلب کود: 177133

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177133/

جمهور
  https://www.jomhornews.com