له چين څخه په سوداګریزو توکو بار اورګاډی د حیرتان په لور راخوځېدلی

10 عقرب 1403 ساعت 9:20

له چين څخه په تجارتي مالونو بار اورګاډی د چين د جيانګ سو ولایت د نان تونګ ښار له های ان لوجيستک مرکز څخه د افغانستان د حیرتان بندر په لور خوځېدلی دی.


له چين څخه په تجارتي مالونو بار اورګاډی د چين د جيانګ سو ولایت د نان تونګ ښار له های ان لوجيستک مرکز څخه د افغانستان د حیرتان بندر په لور خوځېدلی دی.

د دې تګ په مراسمو کې يې د افغانستان د چارو لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يوی شياو يونګ او بېجينګ کې د افغانستان لوی سفير هم ګډون کړی و.

له چين څخه په تجارتي مالونو بار لومړی اورګاډی په ۲۰۱۶م کال کې له همدغه جیانګ سو ولایت څخه د افغانستان حیرتان ته تللی و او اوس يوځل بيا همدغه اورګاډی په مستقيمه توګه حیرتان بندر ته ځي او ښايي دغه لړۍ دوام ومومي.

د دغه اورګاډي په سلو معياري کانټينرونو کې د منسوجاتو، د ژوند د اړينو توکو او الکټرونيکي محصولاتو په ګډون تجارتي مالونه بار دي او د چين د شينجيانګ له خورګوس ځمکني بندر څخه به د قزاقستان او ازبکستان له لارې په شاوخوا ۱۵ ورځو کې حیرتان بندر ته ورسيږي او کابو ۷۰۰۰ کیلومتره لاره به ووهي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177128

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177128/

جمهور
  https://www.jomhornews.com