په ۱۲ ولایتونو کې د حرفوي زده کړو لپاره درې میلیون ډالري هوکړې لاسلیک شوې

10 عقرب 1403 ساعت 9:14

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د یاد وزارت سرپرست د مسلکي او حرفوي زده کړو د پروګرامونو د پلي کولو لپاره له نهو کورنیو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.


د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د یاد وزارت سرپرست د مسلکي او حرفوي زده کړو د پروګرامونو د پلي کولو لپاره له نهو کورنیو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دغو هوکړه لیکونو له مخې، د حرفوي او مسلکي زده کړو دغه پروګرامونه په کابل، پروان، میدان وردګ، هرات، بلخ، بغلان، سمنګان، فاریاب، نیمروز، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې پلي کیږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي،  ټاکل شوې ده چې دغه نهه کورني بنسټونه خپلې پروژې چې ټول ارزښت يې له درې ميليونه او ۲۲۸ زره ډالرو څخه زيات دی، د کورنیو او بې‌روزګاره کسانو د پياوړتيا لپاره د حرفوي او مسلکي روزنې له لارې په کابل، پروان، میدان وردګ، هرات، بلخ، بغلان، سمنګان، فاریاب، نیمروز، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې پلي کړي.

د اقتصاد وزارت هم د هېوادوالو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د حرفوي او مسلکي څانګو د زده کړو ترلاسه کول مهم ګڼي.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، د کوچنیو او منځنیو تصديو لپاره د نړۍوالو سازمانونو او نادولتي مؤسسو ملاتړ په بېلابېلو ولايتونو کې د دندو د فرصتونو رامنځته کولو، د کورنيو د اقتصادي پیاوړتیا، د ظرفیت جوړونې او د سوداګرۍ پرمختيا او بازارموندنې په برخه کې مسلکي روزنې په چمتو کولو کې اغېزمنه ونډه لري او په تدریجي ډول د بېوزلۍ په کموالي کې مرسته کوي.

بل لور ته د صنایعو او کانونو خونه وایي، د افغانستان صنعت ماهرو او حرفوي کسانو ته اړتیا لري نو له همدې امله د هېواد د تولیدي کارخونو په بېلابېلو څانګو کې د زده کړو پروګرامونو په ترسره کېدو سره مسلکي کارګران پیاوړي کیږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com