طالبانو د تېر حکومت یو شمېر چارواکو ته د معافیت کارتونه وېشلي دي

9 عقرب 1403 ساعت 8:54

د طالبانو ډلې اعلان کړی چې له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنېدو کمېسیون د تېر حکومت پر یو شمېر چارواکو معافیت وېشلی دی.


د طالبانو ډلې اعلان کړی چې له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنېدو کمېسیون د تېر حکومت پر یو شمېر چارواکو معافیت وېشلی دی.

د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنېدو کمېسیون د تېرې ادارې د کندز ولایتي شورا د مشر په ګډون یو شمېر چارواکو ته د معافیت کارتونه ورکړي دي.

د طالبانو ډلې ویلي چې هېواد ته د افغانانو د راستنېدو لپاره د مناسبو شرایطو په رامنځته کولو کې د دې ډلې د امارت هڅې ستایلې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان اوسنی وضعیت له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې بهرنۍ رسنۍ یې تبلیغات کوي.

دوی وویل، چې دوی بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي او له کومې ستونزې پرته ژوند کوي، افغانستان باید نور د جګړې ډګر نه وي او افغانان له شته امنیت خوښ دي او له طالبانو سره همکاري کوي.

د طالبانو د دغه کمیسیون د دارالانشا مشر مولوي ذاکر الله ذاکر ویلي، چې د طالبانو امارت به د ښې راتلونکې لپاره د عمومي بښنې فرمان پلي کړي او د افغانانو ستونزې به حل کړي او د پخوانۍ دندې له امله به هیڅوک ونه څیړل شي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو ډلې ته د افغانستان له تسليمېدو وروسته، د دغې ډلې جنګيالي د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د تېر حکومت دفاعي او امنيتي ځواکونه ځوروي او له منځه وړي دي.

جمهوخبري آژانس


د مطلب کود: 177093

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177093/

جمهور
  https://www.jomhornews.com