۰

د کابل او تاشکند پلاوي به ډېر ژر د قوش‌تېپې کانال باندې غونډه وکړي

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۱
د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشف له یوې ازبېکستاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، تاشکند او کابل، په افغانستان کې د قوش‌تېپې کانال د جوړېدو په اړه کمېسیون جوړ کړی دی.
د کابل او تاشکند پلاوي به ډېر ژر د قوش‌تېپې کانال باندې غونډه وکړي
د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشف له یوې ازبېکستاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، تاشکند او کابل، په افغانستان کې د قوش‌تېپې کانال د جوړېدو په اړه کمېسیون جوړ کړی دی.

د ایرګشف په وینا، ټاکل شوې چې، په راتلونکو ورځو کې په تاشکند کې، د افغانستان او ازبیکستاني پلاوو ترمنځ درېیمه ګډه غونډه جوړه شي.

نوموړي ویلي، افغانستان حق لري چې، د امو سیند له اوبو ګټه واخلي او د دغو اوبو کارولو لپاره باید مشخص وېش وټاکل شي.

دی وايي،په لومړي سر کې افغانستان او د افغانستان خلک حق لري چې، د امو سیند له اوبو ګټه واخلي. په دې برخه کې هېڅ خنډونه او اندېښنې نشته، اصلي مسئله دا ده چې، له امو سینده څومره اوبه اخیستل کېږي؟ په دې برخه کې باید د هغو هېوادونو ګټې په نظر کې ونیول شي چې، له دغه سینده ګټه اخلي. درېیمه مسئله د امو سیند د اوبو د کچې ده، یعنې د دغه سیند اوبه یو کال زیاتې او بل کال کمې وي.

ښاغلي اریکشف له دغې رسنۍ سره په مرکه کې څرګندوي:«موږ د قوش‌تېپې کانال په اړه یو ګډ پلاوی ټاکلی، تر اوسه مو دوه ناستې کړې، یوه ناسته په کابل او بله په مزارشریف کې او ټاکل شوې چې، درېیمه ناسته به ژر په تاشکند کې جوړه شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي