۰

یوه هندي شرکت د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۶
د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د نجیب سلیمان هندي شرکت له مرستیال منور لال سره په کتنه کې، د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
یوه هندي شرکت د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د نجیب سلیمان هندي شرکت له مرستیال منور لال سره په کتنه کې، د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، د هندي شرکت مرستیال ویلي، چې چمتو دي په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم، د ياد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ويلي یې دي، چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او دغه وزارت په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو شرکتونو، په افغانستان کې د انرژۍ توليد په برخه کې پر پانګونې لېوالتيا ښودلې وه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي