د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د ۷ کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
د دغې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و. د چارواکو په خبره، موخه داده چې د دې ډول پروژو په پلې کولو سره خلکو ته هوسا ژوند برابر کړي.
د مالوماتو له مخې دغه سړک د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له پراختیایي بودیجې د یو میلیون ډالرو په لګښت له ادرسکن سیند څخه تر ګله توت سیمې پورې د ۷ کیلومتره په اوږدوالي په معیاري ډول جوړېږي.
جمهورخبري آژانس