۰

د روسیې ولسمشر د اټومي وسلو د تمرین امر کړی

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۶
اسوشيټیډپرېس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو او لویدیځ ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو وروسته د اټومي وسلو د تمرین امر کړی دی.
د روسیې ولسمشر د اټومي وسلو د تمرین امر کړی
اسوشيټیډپرېس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو او لویدیځ ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو وروسته د اټومي وسلو د تمرین امر کړی دی.

د راپور له مخې پوتین د اټومي وسلو د تمرینونو امر داسې مهال کوي، چې تردې وړاندې اوکراین له ناټو غوښتي څو د روسیې په خاوره کې د اټومي وسلو کارونې ته اجازه ورکړي.

پوتین ټینګار کړی چې په دې تمرینونو کې به د اټومي وړتیا لرونکو بالستیک او کروز توغندي توغول شامل وي.

د روسیې ولسمشر په وار وار خبرداری ورکړی چې د لویدیځ له خوا د اوکراین ملاتړ او ګواښونو له زیاتېدو سره به د اټومي وسلو پر کارولو غور وکړي.

پوتین تېره میاشت امریکا ته په اشارې ویلي و، چې له اوکراین څخه ملاتړ به مسکو د ناټو پر وړاندې ودروي.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي