یوناما د افغانستان بانکي سکتور د ودې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

9 عقرب 1403 ساعت 8:23

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له سرپرست نوراحمد اغا سره کتلي دي.


د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له سرپرست نوراحمد اغا سره کتلي دي.

د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه بانک سرپرست په دغې کتنه کې ویلي، د افغانستان بانک په افغانستان کې د مالي او بانکي سکټور ودې ته ژمن دی او د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول لوبوي.

د خبرپاڼې پر احواله، په دغې کتنه کې رزا اوتونبایوا هم د هېوادونو په اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکتور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یادوي او په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177080

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177080/

جمهور
  https://www.jomhornews.com