طالبانو له یوې ترکي کمپنۍ سره د سمنټو د تولید ۳۰ کلن قرارداد لاسلیک کړ

8 عقرب 1403 ساعت 11:06

د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې د دغې ډلې د کانونو وزارت په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړی دی.


د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې د دغې ډلې د کانونو وزارت په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د لړم ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په جوزجان ولایت کې د سمنټو د یوې فابریکې د جوړولو ۳۰ کلن تړون د دغه هېواد د مشرانو ترمنځ لاسلیک شو.


طالبانو ویلي چې د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت ۲۶۳ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او د ورځې د درې زره ټنو سمنټو د تولید ظرفیت به ولري.

د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د دغه قرارداد پر بنسټ به ۷۷ ترکي شرکتونه د سمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې پانګونه وکړي او دغه قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

طالبان وايي چې د دې فابریکې په جوړېدو سره به ۱۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177049

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177049/

جمهور
  https://www.jomhornews.com