د طالبانو د کرنې وزیر د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو په حلولو ټینګار کړی

8 عقرب 1403 ساعت 11:01

د طالبانو له ډلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره وکتل او ویې ویل چې د دوی د ستونزو د حل لپاره کار کوي.


د طالبانو له ډلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره وکتل او ویې ویل چې د دوی د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن د لړم ۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د دغه ولایت له کروندګرو او مالدارانو سره کتلي دي.

د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه طالبانو ویلي، چې کروندګرو او مالدارانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له طالبانو سره شریک کړي دي.

عمري په دې غونډه کې وويل، هڅه کوي چې د هېواد د کروندګرو او بزګرانو ستونزې هوارې کړي.

نوموړي زیاته کړه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو خدمتي وزارت دی چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په موخه د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177048

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177048/

جمهور
  https://www.jomhornews.com