د طالبانو دفاع وزارت:

وردګو کې د دغه وزارت له خوا د ۴۰ کیلومتره سړک د بیارغولو کار روان دی

8 عقرب 1403 ساعت 10:54

د طالبانو ډلې د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د پنځمې پلي لوا د جنګیالیو له خوا په میدان وردګو ولایت کې د ۴۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو کار روان دی.


د طالبانو ډلې د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د پنځمې پلي لوا د جنګیالیو له خوا په میدان وردګو ولایت کې د ۴۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو کار روان دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، اعلان وکړ، چې د دغه وزارت د مرکزي اردو د ۳۱۳مې لوا د پنځمې پلي لوا د جنګیالیو له خوا د وردګو په میدان کې د ۴۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو کار روان دی.

وسله وال طالبان وايي، د ميدان وردګو ولايت لپاره يې له شته امکاناتو په استفادې او د دې ډلې له سيمه ييزې ادارې سره په همغږۍ د دغه ولايت د قرق ولسوالۍ د خانجان خېلو له کلي څخه تر صد مردي پورې د ٤٠ کيلومتره سړک د بيارغونې کار پيل کړى دى.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغه سړک شاوخوا ۳۰ کیلومتره په اساسي ډول پاخه او رغول شوي او ټاکل شوې چې د دغه سړک پاتې چارې په راتلونکو ورځو کې بشپړې شي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د جهاد تر نامه لاندې د افغان ولس پر وړاندې په خپل سر او زور زياتي سرکونه ماينونه ښخ کړي او ويجاړ کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177045

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com