۰

اروزګان کې ترافیکي پېښه: ۸ تنه مړه شوي دي

دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۵
د روزګان ولایت ځايي چارواکو ویلي، د ګیزاب ولسوالۍ پر لویه لار د مساپر وړونکي موټر د چپه کېدو له کبله لږترلږه اته تنه مړه شوي او یو سخت ټپي شوی دی.
د روزګان ولایت ځايي چارواکو ویلي، د ګیزاب ولسوالۍ پر لویه لار د مساپر وړونکي موټر د چپه کېدو له کبله لږترلږه اته تنه مړه شوي او یو سخت ټپي شوی دی.
 
د روزګان امنیتي مسؤلان وايي، پېښه نن (دوشنبه د لړم ۷ مه) شاوخوا دوه نیمې بجې رامنځ ته شوې ده.
 
د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه د سړک خرابوالي له کبله شوې.
 
ځینو چارواکو د لارې خرابوالي ترڅنګ د چلوونکو بې‌احتیاطي د پې‍ښې لامل بللی.
 
سرچینې وايي موټر له یوه پله څخه لوېدلی او پل هم نړېدلی دی.‌
 
ګیزاب د ترینکوټ شمال لوېدیځ شاوخوا ۱۱۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده او لاره تر ډېره په غرونو کې ورغځېدلې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي