طالبانو د افغان ابداليانو د کرکټ لوبډلې ته د دې اتلولۍ د ګټلو مبارکي ورکړه

7 عقرب 1403 ساعت 15:41

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغان ابداليانو ته د کرکټ د اسیایي شورا ایمرجینګ سیالیو د ګټلو مبارکي ورکړه.


د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغان ابداليانو ته د کرکټ د اسیایي شورا ایمرجینګ سیالیو د ګټلو مبارکي ورکړه.

د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن دوشنبې (د لړم ۷ مه) یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کرکټ د ابدالي لوبډلې لوبغاړو ته مبارکي ویلې ده.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستان د ابدالي لوبغاړو د کرکټ د اسیايي شورا ایمرجینګ سیالیو جام اتلولي وګټله او د دې بریا مبارکي ټولو هېوادوالو او د کرکټ لوبغاړو ته وایو.

د افغانستان د ابداليانو د کرکټ ملي لوبډلې د اسيايي کرکټ شورا د امر جينګ کپ په سياليو کې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې د اتلولۍ اتلولي خپله کړه.

مولوي عبدالکبير زياته کړه، هغه افغان ځوانان او لوبغاړي د ستاينې وړ دي چې په هر ډګر او سياليو کې يې خپل هېواد او خلکو ته اتلولۍ او اتلولي راوړي دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177032

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177032/

جمهور
  https://www.jomhornews.com