۰

د اسرائیلو لومړي وزیر د مصر د اوربند وړاندیز ونه مانه

دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۸
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې له حماس سره د لنډ مهاله اوربند لپاره د مصر وړاندیز رد کړی دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر د مصر د اوربند وړاندیز ونه مانه
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې له حماس سره د لنډ مهاله اوربند لپاره د مصر وړاندیز رد کړی دی.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د الجزایر له ولسمشر عبدالمجید طیبون سره په ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې هېواد یې په غزه کې د اسرائیلي رژیم او فلسطیني ډلو تر منځ د موقتي جګړې د بندولو پلان وړاندیز کړی دی.

دا پلان به له دوه ورځني اوربند سره پیل شي او بیا به د لسو ورځو لپاره وغځول شي چې په ترڅ کې به یې د دواړو خواوو د ځینو بندیانو د تبادلې لپاره خبرې وشي.

د مصر ولسمشر اشاره وکړه چې په وړاندیز شوي پلان کې به د ځینو فلسطیني بندیانو لپاره د اسراییلي بندیانو تبادله شامل وي، که څه هم هغه دقیق شمیر په ګوته نه کړ.

له بلې خوا، عبراني رسنیو، په شمول د چینل 12 او اسراییل عامه نشراتي کارپوریشن اعلان وکړ چې په دې پلان کې د څلورو ژوندي اسراییلي بندیانو خوشې کول شامل دي.

د مصر د دغه پلان لپاره د اسرائیلو د رژیم د اکثرو وزیرانو له ملاتړ سره سره، تل ابیب د نتانیاهو د مخالفت له امله د دغه وړاندیز د ردولو پریکړه وکړه.

د هغه څه له مخې چې د عبراني چینل 12 په خپله ویب پاڼه کې راپور ورکړی، نتنیاهو اعلان وکړ چې خبرې اترې باید یوازې د جګړې شرایطو کې دوام ومومي. دغه چینل ویلي دي چې د اسرائیلو د رژیم امنیتي بنسټونو هم د دغه پلان ملاتړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي