د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شو

7 عقرب 1403 ساعت 12:44

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل وايي، نن د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل وايي، نن د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو.

نوموړي ویلي، چې د ګوزڼ ضد واکسین په دغه کمپاین کې کابل، کندهار، فراه، نورستان، کندوز او تخار په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو.

امرخیل وايي، په دغه کمپاین کې چې درې ورځې به دوام وکړي، ۶،۲ میلیونه هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو ضد واکسین شي.

نوموړي له کورنيو، ديني عالمانو او قومي مخورو غوښتنه کړې، چې د دغه کمپاين پر مهال له رضاکارانو سره همکاري وکړي.

هغه زیاتوي، چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177019

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177019/

جمهور
  https://www.jomhornews.com