تېره میاشت د ریل پټلۍ له لارې ۳۴۷ زره ټنه انتقالات شوي

7 عقرب 1403 ساعت 12:41

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۳۴۷ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.


د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۳۴۷ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

سرچینې زیاه کړې، د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۳۴۷ زره ۵۶۳ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۷۱۲۳ ټنه توکي صادر شوي.

دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177018

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177018/

جمهور
  https://www.jomhornews.com