۰

سږ کال هرات کې د پنبې حاصلات ډېر شوي

دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۰
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په روان کال کې په دغه ولایت کې د پنبې د حاصلاتو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.
سږ کال هرات کې د پنبې حاصلات ډېر شوي
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په روان کال کې په دغه ولایت کې د پنبې د حاصلاتو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د کرنیزو چارو آمر، محمد نسیم سحر، ویلي، چې د یاد ریاست د اټکل له مخې سږ کال به د پنبې له ۵۸۷ هکتاره ځمکې څخه څه باندې زر ټنه پنبه ترلاسه شي.

د پنبې کروندګر هم وایي چې سږ کال د پنبې بيه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې، خو په بازار کې د ښیښه‌يي پشم شتون او د پنبې پلور لپاره د مناسب بازار نشتوالی د دې محصول پر ارزښت منفي اغېز کړی دی.

کروندګر د حکومت او اړوندو بنسټونو څخه د پلور لپاره د مناسب بازار موندنې غوښتنه کوي، ترڅو د دوی حاصلاتو ته ښه ارزښت ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي