په افغانستان کې د ازبکستان نوی سفیر کابل ته راغلی

7 عقرب 1403 ساعت 12:28

ازبکستان یوبیک عثمانوف چې پخوا په پاکستان کې سفیر و، په تاشکند کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.


ازبکستان یوبیک عثمانوف چې پخوا په پاکستان کې سفیر و، په تاشکند کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ازبک رسنیو په حواله، د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی سفیر اویبک عثمانوف پرون (یکشنبه، لړم ۶مه) کابل ته راورسېد.

د ازبک خبري اژانس دونيا ليکلي، چې نوموړي پخوا په پاکستان کې د ازبکستان د سفير په توګه دنده ترسره کړې او په پښتو، دري او انګليسي ژبو خبرې کولای شي.

د سرچينې په وينا، له عثمانوف وړاندې يادګارخوجي شادمانوف له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۴ کال پورې په کابل کې د ازبکستان سفير و.

تر اوسه وسله والو طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ازبک رسنیو خبر ورکړی چې ښاغلی عثمانوف په افغانستان کې د دغه هېواد د پخواني سفیر یادګار شادمانوف ځای ناستی ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177015

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177015/

جمهور
  https://www.jomhornews.com