۰

د کډوالو د نړیوال سازمان په افغانستان کې له ۲۴۰۰ څخه زیاتو دندو پیدا کړې

دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۴
د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د تېر کال له جنورۍ څخه د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې یې په افغانستان کې له ۲۴۰۰ ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.
د کډوالو د نړیوال سازمان په افغانستان کې له ۲۴۰۰ څخه زیاتو دندو پیدا کړې
د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د تېر کال له جنورۍ څخه د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې یې په افغانستان کې له ۲۴۰۰ ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۶ مه) په افغانستان کې د کاري فرصتونو په ځانګړي ډول د ښځو او راستنیدونکو لپاره د کار د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه د X پاڼې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ.

سازمان ټینګار کړی چې د پانګونې، تجهیزاتو او روزنې په برخو کې د کوچنیو او متوسطو متشبثینو په ملاتړ سره ځوانانو، راستنیدونکو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

تر دې مخکې د مهاجرت نړیوال سازمان اعلان کړی و چې په څه کم څلورو میاشتو کې یې په افغانستان کې څه باندې ۲۲۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

خو د قحطۍ د مخکيني خبرداري سيسټم شبکې په يوه راپور کي خبرداری ورکړی و، چي د تېر کال له سپټمبر مياشتي راهيسي له پاکستان او ايران څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د راستنېدو له امله د کار زمينه او معاشونه په ځانګړي ډول د کندهار په ښاري سيمو کي محدود شوي دي.

ننګرهار او کنړ ولایتونه. د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې په ټول هېواد کې په اوسط ډول کارګران په اونۍ کې دوه ورځې کار کوي او په یوه کاري ورځ کې شاوخوا ۴،۳۵ ډالر (شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ) عاید لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي