د طالبانو د مشر نوی فرمان:

له کورنیو تولیداتو ګټه واخلۍ او د سوداګرۍ ملاتړ وکړۍ

7 عقرب 1403 ساعت 9:45

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سکټور سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان ورکړی دی.


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سکټور سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان ورکړی دی.

دې فرمان کې د جغرافيايي موقعيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکتور او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي.

 فرمان کې وزارتونه او اړوندې ادارې مکلفې شوې، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

همداراز مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او دولتي ادارو مسوولین او کارکوونکي په دې مکلف شوي، چې د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکټور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراتو کې له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي.

د دې ترڅنګ وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې شوې، چې د هېواد د کورنیو صنایعو او ودې او ځان بسیاینې په موخه د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177005

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177005/

جمهور
  https://www.jomhornews.com