د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزیر محمد خالد حنفي وايي، د دغه وزارت د قانون پر پلي کېدو کې جدي دي او په تدریجي ډول به تطبیق شي.
حنفي په لوګر کې یوې ولسي غونډه کې د هېوادوالو ترمنځ پر یووالي له ټینګار سره ویلي چې، په ګډو ناستو کې د مېرمنو اوچت غږ عورت دی.
نوموړي ویلي:«هغه قانون چې، تاسې راواخلې او موږ یې درکوو هلته یو قوس دی په دې قوس کې دا لیکل شوي چې، ښځينه جهري قرایت، ترانه، سندرې نهشي ویلای ختم، د هغه قانون دی چې په تدریجي ډول به تطبیق کېږي انشاالله، او کرار کرار به موږ الله کامیابوي دا زموږ عقیده ده.»
ملا حنفي د هېوادوالو ترمنځ پر یووالي او پیوستون هم ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس