د بلخ په صنعتي ښارګوټي کې د سړک پخولو چارې پیل شوې

7 عقرب 1403 ساعت 8:29

د بلخ ولایت ځایي طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوهم فاز سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.


د بلخ ولایت ځایي طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوهم فاز سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

د بلخ ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار په شپږمه ناحیه کې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د۱۴۰۰  متره په اوږدوالي او ۱۴ متره سور سره د دوهم فاز سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو د یاد سړک د پخېدو له چارو هرکلی کړی او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177002

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177002/

جمهور
  https://www.jomhornews.com