د هېواد په زندانونو کې ۲ زره کسان په حرفوي زده کړو بوخت دي

7 عقرب 1403 ساعت 8:27

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون اداره وایي، د هېواد په زندانونو کې نږدې دوه زره بندیان پر حرفوي زده کړو بوخت دي.


د طالبانو د زندانونو چارو د سمون اداره وایي، د هېواد په زندانونو کې نږدې دوه زره بندیان پر حرفوي زده کړو بوخت دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رییس وايي، د سرپرست حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته د هېواد په زندانونو کې بندیانو ته د عصري، دیني او حرفوي زده کړو ښه زمینه برابره شوې ده.

محمد یوسف مستري زیاتوي، اوسمهال په زندانونو کې شاوخوا ۲ زره بندیان په فني او حرفوي زده کړو بوخت دي. مستري، له نړۍوالو سازمانونو غواړي، چې د زده کړو په برخه کې له بندیانو سره همکاري وکړي او په خبره يې، دوی هڅه کوي، څو د بندیانو زده کړو ته لا ډېر پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د اطلاعاتو پر بنسټ، دا مهال د هېواد په زندانونو کې د مېرمنو په ګډون نږدې ۱۱ زره کسان بندیان دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177001

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177001/

جمهور
  https://www.jomhornews.com