تېر کال په ټول هېواد کې ۱۳۰۰ پېښو ته رسېدنه شوې

7 عقرب 1403 ساعت 8:23

د طالبانو تر کنټرول لاندې د طبیعي پیښو ته د رسیدنې او اطفایې عمومي ریاست وایي چې په تیر یوه کال کې یې په ټول هېواد کې ۱۳۰۰ پېښو ته رسېدنه کړې ده.


د طالبانو تر کنټرول لاندې د طبیعي پیښو ته د رسیدنې او اطفایې عمومي ریاست وایي چې په تیر یوه کال کې یې په ټول هېواد کې ۱۳۰۰ پېښو ته رسېدنه کړې ده.

د دغه ریاست عمومي رییس زیاتوي چې پېښو ته د رسېدنې او اطفایې په برخه کې له ۲۵۰۰ ډیر پرسونل لري او ډاډ ورکوي چې په هېواد کې ټولو پېښو ته به پر خپل وخت رسېدنه وکړي. له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي پېښو ته د رسېدو او اطفایې له ریاسته دغه ډول غوښتنې لري.

پېښو ته د رسېدو او اطفایې ریاست همداراز وايي، په پلازمېنه او ولایتونو کې پېښو ته د رسېدو لپاره د تجهیزاتو او همداراز مسلکي کارکوونکو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176999

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176999/

جمهور
  https://www.jomhornews.com