۰

اې ایچ ایف: افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ډېر شوی

دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۱
د افغانستان د بشرپاله مرستو صندوق(اې ایچ ایف) ویلي، چې مرسته کوونکو هیوادونو له دغه صندوق سره یو میلیارد ډالر مرسته کړې ده.
د افغانستان د بشرپاله مرستو صندوق(اې ایچ ایف) ویلي، چې مرسته کوونکو هیوادونو له دغه صندوق سره یو میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

اې ایچ ایف په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې افغانستان د تېرو ۱۰ کلونو په ترڅ کې له پراخو او دوامداره بشري اغېزو سره د یو لړ تحولاتو او ننګونو شاهد دی. د خبر پاڼې پر بنسټ، افغانانو په دې موده کې د جګړو، سياسي بې ثباتۍ، وچکالۍ، طبيعي پېښو، د خوړو د نه‌خونديتوب او کډوالۍ له کبله سوکالي نه ده ترلاسه کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په هېواد کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوی او دا مهال تر ۲۳ میلیونو دېرو کسانو ته رسېدلي دي. دغه صندوق له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي