بد خشان کې د پستې حاصلات د پام وړ زیات شوي

7 عقرب 1403 ساعت 8:20

د بدخشان ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د پستې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.


د بدخشان ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د پستې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ولایت د طبیعي سرچینو مسوولین وایي، چې تېر کال وچکالۍ د پستې حاصلات له صفر سره مخ کړي وو، خو سږ کال د کرنیز وضعیت ښه والي او د بارانونو اورېدو سره سم د پستې حاصلات ۱۱.۶ ټنو ته رسېدلي دي.

بزګران او د ځنګلونو د ساتنې فعالان په بدخشان کې د پستې له حاصلاتو خوښي څرګندوي او هیله لري, چې د دې محصول په ساتنه کې له دولتي ادارو څخه مرستې ترلاسه کړي.

د دوی په خبره، د پستې د ځنګلونو ساتنه او پراختیا به نه یوازې د دې محصول په زیاتوالي کې مرسته وکړي، بلکې د کروندګرو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې به هم مهم رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com