ایران له ځانه د دفاع پر حق ټینګار کړی؛ اروپايي ټولنې د زغم غوښتنه وکړه

6 عقرب 1403 ساعت 12:47

په داسې حال کې چې ایران ټینګار وکړ چې د صهیونیسټی رژیم د حملو ځواب ورکول د دغه هیواد حق دی، اروپایی اتحادیې له دواړو لورو څخه د زغم غوښتنه وکړه.


 په داسې حال کې چې ایران ټینګار وکړ چې د صهیونیسټی رژیم د حملو ځواب ورکول د دغه هیواد حق دی، اروپایی اتحادیې له دواړو لورو څخه د زغم غوښتنه وکړه.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ایران په تهران کې پر پوځي تاسیساتو د اسرائیلي رژیم د بریدونو په غبرګون کې، پرته له دې چې د سمدستي غچ اخیستونکي بریدونو ګواښ وکړي، د «خپل ځان د دفاع حق او دنده» وبلله.

د ایران د وسله والو ځواکونو عمومی قوماندان د دغو حملو په ځواب کې وویل، په مناسب وخت کې د دغو حملو د ځواب ورکولو حق لری.

په ورته وخت کې د ایران دغه پوځي بنسټ ټینګار کړی چې په منځني ختیځ کې د اوربند ترلاسه کول لومړیتوب دی.

په همدې حال کې د ایران د توغندیز برید په وړاندې د اسرائیلي رژیم له پوځي ځواب وروسته، اروپايي ټولنې له ټولو خواوو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.

اروپايي اتحادیه چې ۲۷ غړي لري، په یوه بیان کې ټینګار کړی چې له ښکیلو خواوو څخه غواړي چې "حتمی زغم" وکاروي ترڅو په منځني ختیځ کې وضعیت "بې کنټروله خراب" نه شي. بیان خبرداری ورکړی چې دا ډول خرابي د هیچا په ګټه نه ده. اروپايي اتحادیه وايي "د بریدونو او غچ اخیستنې خطرناکه دوره" د جګړې د لا زیاتیدو خطر لري.

په بیان کې ویل شوي چې اتحادیه د تیر په څیر هوډ لري چې په سیمه کې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالی کم کړي او دې هدف ته د رسیدو لپاره به "د دې کړکیچ پورې اړوند ټولو مهمو عواملو سره نږدې اړیکې" ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com