د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې د میزان په میاشت کې یې له ۱۴۴۰۰۰ څخه زیات الکترونیکي تذکرې وېشلي دي.
د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، په روانه میاشت کې څه باندې ۱۴۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي.
د دغې اعلامیې له مخې تر ټولو زیات د زیږون سندونه په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې ویشل شوي دي.
دغه راز ویل شوي، چې دغه د زیږون سندونه په ټول هېواد کې د ۷۸ آسانه الکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونو له لارې وېشل شوي دي.
جمهورخبري آژانس