د کابل ښار د څلورمې ناحیې یو شمېر مخورو او وکیلانو د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او غوښتنه یې وکړه چې دغه ډله دې د چارو د ښه والي لپاره له خلکو سره مشوره وکړي.
د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ د یکشنبې په ورځ (د لړم شپږمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار د څلورمې حوزې له یو شمېر مخورو او وکیلانو سره وکتل.
د کابل ښار د څلورمې ناحیې وکیلان او بانفوذه کسان د کابل ښار د پرمختګ پیل د پلازمینې لپاره ګټور بولي او زیاتوي، چې د پیل شوو پروژو ملاتړ کوي، خو کابل ښاروالۍ باید د چارو د ښه والي او د ستونزو د حل لپاره لا زیاتې مشورې ورکړي.
د ښاریانو لپاره په وخت سره. مولوي عبدالکبیر وویل چې د طالبانو امارت د شریعت په رڼا کې د خلکو د هیلو او مشورو پر بنسټ خپلې چارې پرمخ وړي او خلک په ډاډه زړه کولای شي چې مسوولین د دوی هرې ستونزې ته پام وکړي.
جمهورخبري آژانس