۰

ستانکزی: طالبان یوې غښتلې او پياوړې ډپيلوماسۍ ته اړتیا لري

یکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۸
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وايي، اسلامي امارت یوې غښتلې او پياوړې ډپيلوماسۍ ته اړتیا لري.
ستانکزی: طالبان یوې غښتلې او پياوړې ډپيلوماسۍ ته اړتیا لري
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وايي،  اسلامي امارت یوې غښتلې او پياوړې ډپيلوماسۍ ته اړتیا لري.

ستانکزي د بهرنیو وزارت د دیپلوماسۍ له انسټېټیوټ څخه د درېیمې دورې په فراغتغونډه کې همدارنګه ویلي چې، له شل کاله جګړې وروسته، د هېواد بیارغونه ستر مسوولیت دی چې، اوس باید په ښه بڼه ترسره شي.

ده ویلي«نړۍ اوس د یوه کلي حثیت لري، په کلي کې هېڅوک له دې پرته چې، له خپل کلیوال سره مراوده وکړي، په مړي او ژوندي کې ورسره شریک شي، تګ راتګ ورسره وکړي، له یو بل سره راکړه ورکړه وکړي له دې پرته ژوند نه‌شي کولای، دا واضح خبره ده، د دې لپاره د هر هېواد لپاره په ځانګړې توګه زموږ د اسلامي امارت لپاره دا ضرور او لازمي ده چې، باید ډېره قوي ډپيلوماسي ولرو.»

د ده په وینا، که څه هم افغانستان په تېرو درېيو کلونو کې په اقتصادي برخه کې ښه پرمختګ کړى؛ خو په دې برخه کې لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.

نوموړي ویلي «په کومه اندازه باندې چې، اوس روان دی دا هم زه یې په خپل اند باندې کافي نه‌بولم. باید له دې نه یې سرعت زیات شي او د سرعت زیاتېدل یې دا دي چې، موږ له نړۍوالو سره اړیکې ټينګې کړو. له نړۍوالو سره څنګه خپلې اړیکې ټينګې کړو، له نړۍواله سره څنګه، خپله سوداګري او راکړه ورکړه سمباله کړو دا په دې پورې اړه لري.»

دغه راز ستانکزي په هېواد کې د عصري او دیني زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی وايي، دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

ستانکزي و ویل:«د تعلیم او علم وده ورکول دا ډېر اړین دي، په ځانګړې توګه په یوې اسلامي ټولنه کې، داسې ټولنه کې لکه افغانستان چې، په هغه کې څلوېښت کاله جګړه تېره شوې، تعلیم او تربیه، مدارس، پوهنتونونه او ښوونځي په‌کې زیانمن شوي، دې حالت کې اسلامي امارت ته دا لازمه ده چې، خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي چې، دغه هېواد له علمي پلوه پر خپلو پښو ودروي.»

شېرمحمد عباس ستانکزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وړ کساتو ته د دندو پر سپارلو او په هېواد کې د پوځي برخو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، په هېواد کې د پوځي برخو پیاوړتیا ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي