افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، تهران هڅه کوي افغان سوداګر د ایران په سترو پروژو کې پانګونې ته جلب کړي.
حسن کاظمي قمي دغه څرګندونې «مرکزي اسیا او افغانستان ته د صادراتو لومړني نړۍوال نندارتون» په څنډه کې له یوې ایراني رسنۍ سره مرکه کې کړې دي.
دغه راز قمي زیاته کړې، چې د چابهار بندر پراختیا سترې پانګونې ته اړتیا لري او په خبره یې، کابل او تهران کولای شي چې د دغه بندر په پراختیا سره د شمال - سویل او ختیځ - لویدیځ د ټرانزیټ کوریډور رامنځته کړي.
د ایران د بهرنۍ پانګونې ټولنې تر دې وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې، دغه هېواد کې افغان سوداګر د پانګونې لومړی مقام لری.
راپور کې راغلي و، چې ایران کې افغان سوداګرو شاوخوا ۴ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
جمهورخبري آژانس