کندهار کې له بزګرانو د غنمو پېرلو او زېرمه کولو لړۍ پیل شوې

6 عقرب 1403 ساعت 8:37

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست طالب چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له بزګرانو د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لړۍ پیل شوې ده.


د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست طالب چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له بزګرانو د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لړۍ پیل شوې ده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د یاد ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دوی حکومت د هیواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې کوي او په ځانګړي ډول د خپلو بزګرانو هوساینې او پرمختګ ته پام کوي.

دوی ټینګار کړی چې غواړي افغانستان د ځان‌بسیاینې مرحلې ته ورسېږي او خلکو ته د اقتصادي او خوراکي ځان‌بسیاینې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار کرنې، ریاست د معلوماتو له مخې، کندهار کې ۵۰۱۰ ټُنه غنم پېري چې دې پروسې ته ټاکلی او منظم نرخ ورکړل شوی دی.

دغه غنم به په ځانګړو زېرمه‌خونو کې ذخیره کېږي، څو په اړینو او بحراني حالاتو کې د خوراکي اړتیاوو د پوره‌کولو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176967

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176967/

جمهور
  https://www.jomhornews.com