۰

لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوې

یکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۵
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخېستنې ته سپارل شوې ده.
لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوې
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخېستنې ته سپارل شوې ده.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، چې دغه شبکه د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې، چې نږدې ۴۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

بل‌خوا د لوګر ولایت ځایي چارواکو د یونیسف ادارې څخه مننه کړې، چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې یې سږکال ګڼ‌شمېر د څښا پاکو اوبو شبکې جوړې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابو یوه میاشت وړاندې هم د یونیسف په مالي لګښت په مرکز پل علم، بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې پرانېستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي