کرکټ: افغانستان نن له سریلانکا سره پایلوبه کوي

6 عقرب 1403 ساعت 8:33

د روان ۲۰۲۴ کال ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبه نن ماښام ۶ بجې د افغانستان او سریلانکا کرکټ الف لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.


د روان ۲۰۲۴ کال ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبه نن ماښام ۶ بجې د افغانستان او سریلانکا کرکټ الف لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

افغانستان او سریلانکا په اې ګروپ کې ځای درلود.

په ګروپي سیالیو کې لومړی له اې ګروپ څخه افغانستان هند ته په ماتې ورکولو او سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار پیدا کړه.

سریلانکا د افغان لوبډلې سره په داسې حال کې په پایلوبه کې مخامخ کیږي، چې تردې وړاندې یې له افغان لوبډلې څخه په ګروپي سیالیو کې سخته ماتې خوړلې ده.

جمهورخبري آژانس



 


د مطلب کود: 176965

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176965/

جمهور
  https://www.jomhornews.com