۰

د چمن پرلتوالو د ځايي دولتي ادارې د تړلو ګواښ کړی دی

یکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۷
د چمن پرلت غړو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، که‌چېرې يې غوښتنې ونه‌ مني نو ځايي دولتي ادارې او لویې لارې به وتړي.
د چمن پرلت غړو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، که‌چېرې يې غوښتنې ونه‌ مني نو ځايي دولتي ادارې او لویې لارې به وتړي.

دوی وايي سیمه‌ییزو مسوولینو د پرلت پایته رسولو په موخه ناکامې هڅې پیل کړي؛ خو په خبره یې موخه ته د رسېدو لپاره به یې مبارزه روانه وي.

له تېرو څه باندي ۱۳ مياشتو راهیسې د پاکستان حکومت له لوري د چمن – سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې الزامي کېدو غبرګون کې چمن ښارګوټي کې پرلت روان دی.

د دغه پرلت ځینې غړي وایي چې، د چمن – سپين بولدک پر دروازه د پخوا په شان د ځايي کارګرو، فرضي کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو تګ راتګ پیلولو په موخه د ملتپالو ګوندونو او د پاکستان حکومتي مسوولانو ترمنځ ناستي شوي چې، پايلي به یې ژر څرګندې شي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي