سږ کال د جلغوزیو حاصلات زیات شوي خو بازار نه لري

6 عقرب 1403 ساعت 8:25

په خوست ولایت کې د جلغوزیو سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات زیات شوي خو بازار یې پیکه دی.


په خوست ولایت کې د جلغوزیو سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات زیات شوي خو بازار یې پیکه دی.

دوی د خوست له هوايي ډګره بهرنیو مارکیټونو ته د جلغوزیو صادرولو غوښتنه کوي.

خوست کې د جلغوزیو د پېر او پلور لنډمهالي بازار ته له ټول هېواده جلغوزي راوړل کیږي.

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال دغه ولایت کې د درې نیم زره ټنه جلغوزیو حاصلاتو اټکل شوی او اړتیا ده چې، له هېواد بهر یې صادراتو ته زمینه برابره شي.

په دغه ولایت کې د جلغوزيو لنډ مهالي بازار کې ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او ځوانانو ته لنډ مهالي کاري زمینې هم برابرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 176962

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176962/

جمهور
  https://www.jomhornews.com