بحریني او روسي پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

6 عقرب 1403 ساعت 8:22

بحریني او روسي پانګوالو په کابل کې د طالبانو د حکومت له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.


بحریني او روسي پانګوالو په کابل کې د طالبانو د حکومت له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د عمومي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغې کتنه کې، بحریني او روسي پانګوالو د کانونو د استخراج، د هوايي چلند د امنیت او مسلکي کدرونو د روزنې، د روغتیا او په ځينو نورو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ، سیاسي مرستیال په دغې کتنه کې نوموړو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې، دوی به ټولو پانګوالو ته د پانګونې لازمې اسانتیاوې او شرایط برابر کړي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 176961

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176961/

جمهور
  https://www.jomhornews.com