طالب ډلې په یوې بیانیې کې په ایران باندې د صهیونیسټ رژیم د تیرې شپې توغندیز برید غندلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د ایران پر اسلامي جمهوریت د صهیونیسټي رژیم بریدونه غندي.
د دغې اعلامیې له مخې د صهیونیسټ رژیم اقدامات د ایران د اسلامی جمهوریت له هویت څخه په ښکاره سرغړونې سربیره په سیمه کې د تاوتریخوالی د لا زیاتیدا هڅه ده چې په سیمه کې د ناکراریو حالات نور هم زیات کړي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، د ټولو نفوذ لرونکو لوریو مسوولیت دی چې په سیمه کې د صهیونیسټ رژیم د وحشت او جنایتونو د لا پراختیا مخه ونیسي.
طالبان وايي، له بده مرغه صهیونیسټي رژیم د څه دپاسه یو کال په موده کې په غزې کې خپل جنایتونه ختم نه کړل بلکې نورو سیمو ته یې هم وغځول، د دې وضعیت دوام په سیمه کې د بشري او امنیتي وضعیت په اړه د جدي اندېښنو لامل شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د اسرائيلو له خوا د ايران څو پوځي اډې په نښه شوې وې.
په همدې حال کې د صهیونیسټ پوځ ویاند ادعا وکړه چې په ایران کې یې په پوځی هدفونو حملې وکړې.
په همدې حال کې د تهران د هوایی دفاع سازمان اعلان وکړ: هوایی دفاع د تهران او د دغه هیواد په څو ځایونو کې د دغه هیواد په ځینو سیمو د حملې لپاره د صهیونیسټ رژیم د هڅو ځواب ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس