۰

طالبانو د کابل – جلال اباد سړک د دویم لین د جوړولو کار پیل کړ

شنبی ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۰
د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې دغې ډلې د حق العبور په بدل کې د کابل-جلال آباد د سړک د دوهم لین د جوړولو کار پرانیستی دی.
طالبانو د کابل – جلال اباد سړک د دویم لین د جوړولو کار پیل کړ
د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې دغې ډلې د حق العبور په بدل کې د کابل-جلال آباد د سړک د دوهم لین د جوړولو کار پرانیستی دی.

د طالبانو د ډلې د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن (د لړم ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل – جلال اباد د دویم لین لاره پرانیستله.

ملا برادر وويل، د کابل-جلال اباد دويم لين سړک د هېواد د داخلي او ځمکني ترانسپورت په برخه کې يوه مهمه پروژه ده، چې دوه ستر سوداګريز او ستراتيژيک ولايتونه کابل او ننګرهار په لنډ واټن کې سره نښلوي.

نوموړي وويل، چې د دوو مهمو اقتصادي، سوداګريزو او ترانزيټي ښارونو ترمنځ سوداګريز اسانتياوې نه يوازې دا چې کورنۍ سوداګري زياتوي، بلکې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو په پراختيا کې هم مهم رول لوبوي او د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولی شي.

ملا برادر وويل، چې دغه سړک د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان پر بنسټ جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي