د کمبودیا پر وړاندې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې په بریا سره د اسیا د ملتونو جام ته د دغې لوبډلې بریا ثابته شوه.
د هېواد د ځوانانو فوټبالرانو د خپلو پرلپسې بریاوو په دوام دا ځل کمبودیا ته د ۳-۱ په توپیر ماتې ورکړه او د اسیا د ملتونو جام ته یې لاره پیدا کړه.
په دې لوبه کې د افغانستان ګول وهونکي یاسر صافي، وارث شیرزي او آرش احمدي وو، چې وکولای شول د مخالف لوبډلې ګول پوره کړي.
د اسيا د ملتونو جام د غوراوي په سياليو کې افغان هلکانو په خپلو لومړيو دوو لوبو کې لومړى فليپين ته په ٨ ګولونو ماتې ورکړه او بيا يې مکاو ته په ١٠ ګولونو ماتې ورکړه.
د یادولو ده، چې د اسیا د ۱۷ کلنو د فوټبال د ملتونو جام به راتلونکی کال په سعودي عربستان کې ترسره شي.
جمهورخبري آژانس