سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ:

ایران چمتو دی چې د اسرائیلو د تېري ځواب ورکړي

5 عقرب 1403 ساعت 14:43

د ایران خبري اژانس تسنیم د یوې باخبرې سرچینې له خولې لیکلي، چې ایران د اسرائیلو د تېري ځواب ته چمتو دی.


د ایران خبري اژانس تسنیم د یوې باخبرې سرچینې له خولې لیکلي، چې ایران د اسرائیلو د تېري ځواب ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تسنیم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، چې د شنبې په ورځ د عقرب د میاشتې په ۵ مه نېټه په ایران کې پر پوستو د اسرائیلو د هوايي برید د خبر له تاییدېدو وروسته، تسنیم خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې له قوله لیکلي: لکه څنګه چې مخکې اعلان شوی و، ایران چمتو دی چې د اسرائیلو د تیري ځواب وي.»

دغې سرچینې تسنیم ته هم ویلي: "ایران د هر ډول تیري په وړاندې د ځواب ورکولو حق لري او په دې کې شک نشته چې د اسرائیلو د هر اقدام متناسب ځواب به ورکړل شي."

د ایران د هوايي دفاع مرکزي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تهران، ایلام او خوزستان په ولایتونو کې پر پوځي اهدافو د اسرائیلو هوايي بریدونه تایید کړل.

دغه سازمان وویل دصهیونیسټ رژیم په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کښې په پوځی مرکزونو حملې وشوې چې د مدغم هوایی دفاعی سیسټم په وسیله په بریالیتوب سره په شا وتمبول شو او ځینو ته یې محدود تاوانونه ورسیدل .

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176944

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176944/

جمهور
  https://www.jomhornews.com