۰
د بصر خیریه بنسټ:

په افغانستان کې د سترګو یو معیاري روغتون جوړو

شنبی ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۱
د بصر خیریه بنسټ پلاوي د طالبانو له سیاسي مرستیال سره وکتل او ویې ویل چې په افغانستان کې د سترګو یو معیاري روغتون جوړوي.
په افغانستان کې د سترګو یو معیاري روغتون جوړو
د بصر خیریه بنسټ پلاوي د طالبانو له سیاسي مرستیال سره وکتل او ویې ویل چې په افغانستان کې د سترګو یو معیاري روغتون جوړوي.

د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ د جمعې په شپه د عقرب په ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د الابراهیم انټرنیشنل د بصرې خیریه موسسې له ډاکټرانو سره وکتل.

دغه بورډ وايي، دغه اداره د نړۍ بېلابېلو بې وزلو هېوادونو ته ډاکټران لېږي او د روغتيا په برخه کې ورسره مرسته کوي.

دوی زیاته کړه چې دغه پلاوی به ۱۱ ورځې په افغانستان کې وي او په کابل کې د افغاني سرې میاشتې تر چتر لاندې به هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ پورې ناروغان معاینه کوي او د سترګو په څانګه کې به له ۸۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ پورې په وړیا ډول عملیات کوي.

دوی وویل چې تر دې وړاندې هم په هرات او مزارشریف کې ورته کړنې ترسره شوي او څلور ځله یې په کابل کې هم ترسره کړي دي.

دوی په ډاګه کړه، چې دوی به د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سترګو یو معیاري روغتون جوړ کړي، چې افغان ډاکټرانو ته به مسلکي زده کړې ورکړي.

مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې وويل چې ستاسو هلې ځلې چې د بې وزلو افغان ناروغانو په وړيا توګه درملنه وکړي نړيوالو سازمانونو ته دا پيغام ورکوي چې د دغې ډلې تر واک لاندې په افغانستان کې کوم دفتر د افغانانو خدمت کولاى شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي