چین د افغانستان له صادراتي توکو مالیه لېرې کوي

5 عقرب 1403 ساعت 7:44

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان يې هم په هغې امتیازي پالیسۍ کې ورګډ کړی چې له اقتصادي پلوه د نه غوړېدا له کبله یې له صادراتو مالیه نه اخلي.


د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان يې هم په هغې امتیازي پالیسۍ کې ورګډ کړی چې له اقتصادي پلوه د نه غوړېدا له کبله یې له صادراتو مالیه نه اخلي.
 
تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې د چین سفیر ویلي وو، چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره سوداګرۍ لپاره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي.
 
طالبان د چین د دغو دواړو ګامونو هرکلی کړی او د خپل ملي اقتصاد پیاوړي کېدو ته يې مهم بللي.
 
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د جمعې پر ورځ بېجېنګ کې په خبري غونډه کې وویل چې افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې چین یې پر صادراتو مالیه لیرې کوي او خپلو بازارونو ته له مالیې پرته د لاسرسي امتیاز ورکوي.
 
هغه زیاته کړه، دا د بیجینګ د هغې امتیازي پالیسۍ برخه ده چې تر مخه یې له اقتصادي پلوه کمزورو هېوادونو سره مرسته کوي.
 
نوموړي وویل«سږ کال د سپټمبر په پنځمه ولسمشر شي جېن‌پېنګ د چین – افريقا فورم د سرمشریزې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې چین غواړي د لږې ودې لرونکو هېوادونو ټول هغه توکي چې مالیه پرې راځي له مالیې معاف کړي چې په دې کې ۳۳ افريقايي هېوادونه چې له چین سره ديپلوماتیکې اړيکې لري هم راځي. چین به لومړنی پرمختيايي هېواد او د نړۍ ستر اقتصاد وي چې داسې ګام اخلي»
 
 جیان له افغانستان سره د دې امتیازي تګلارې په اړه ویلي، افغانستان چې ملګري ملتونه يې د تر ټولو لږې ودې لرونکی هېواد پېژني هم له دغه ډول امتیازي پالیسۍ برخمنېږي.
 
د طالبانو حکومت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د چین له سفیر ژاوو شېنګ سره په کتنه کې د چین د دې پالیسۍ هر کلی کړی او دا یې د افغان سوداګرو او ملي اقتصاد غوړېدنې ته مهم بللی و.
 
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پالیسي له ډسمبر میاشتې پلې کېدونکې ده.
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176931

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com