د ملګرو ملتونو د سرمشني مرسیتالې د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې چې د سولې راوستو په برخه کې د ښځو د رول په تړاو جوړه شوې وه، د افغان ښځو له حقونو پر پراخ ملاتړ ټینکار وکړ.
نوموړې ویلي، د افغان ښځو له حقونو د ملاتړ کچه باید پراخه شي.
په دې غونډه کې امینې محمد ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو شاتګ او له حکومت او ټولنې د هغوی محرومیت په ښکاره توګه لیدل کیږي.
امینه محمد وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو شاتګ له حکومت او ټولنې د هغوی د سخت محرومیت اغېز لا روښانه کوي.
هغې و ویل«ګډه هڅه په کار ده چې موږ د افغانستان او نورو سیمو د ښځو د ملاتړ لپاره خپل هوډ پیاوړی کړو او په هر فرصت کې د هغوی د حقونو او مشارکت ملاتړ وکړو.»
جمهورخبري آژانس