۰

د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د پراختیا هلې ځلې روانې دي

شنبی ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۳۴
د طالبانو ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ازبېکستان د دیني عالمانو له جګپوړي پلاوي سره په کتنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار کړی دی.
د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د پراختیا هلې ځلې روانې دي
د طالبانو ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ازبېکستان د دیني عالمانو له جګپوړي پلاوي سره په کتنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار کړی دی.

دغه ازبېکستانی پلاوی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راورسېد چې تر دې مهاله یې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره کتلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، عبدالسلام حنفي دغه پلاوي ته معلومات ورکړل او  هغوی هم په ازبېکستان کې په دیني، کلتوري او نورو برخو کې د پرمختګونو په اړه مالومات وړاندې کړل.

مولوي حفني افغانستان ته د ازبیکستان د دیني عالمانو د پلاوي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ، نږدې ګاونډیتوب او ګډو ګټو نښه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دا سفر به د شته مشترکاتو پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې یو مالیزیایي پلاوی هم چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر استازي کوله، د روان کال د غويي پر څلورمه کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره یې کتلي وو.

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي